(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی سمیع الدین افغانی ځو ښکلی شعرونه

دمینی رنګ یاره ستا په اننګو کی چی د چا د وینی رنګ دی زما د پاکی مینی حقیقت پکی څرګند دی ما ویل سترګی دی خوږی دی دی ویل توری په رنجو دی ما ویل مینه دی سور اور دی دی ویل یار زما ملنګ دی ما ویل زما سره اشنا شه دی ویل زموږ کلی ته راشه ما ویل مینه رسوا کیږی دی ویل دا دمینی خوند دی ما ویل ښکلی دی ځوانی ده دی ویل مینه رسوایی ده ما ویل زه دی لیونی کړم دی ویل یار می غنم رنګ دی ما ویل سپینه خوله دی راکړه دی ویل مینه کړی بی باکه ما ویل زړه ته می نژدی یی ویل زه شمع یار می پتنګ دی ما ویل راشه مازیګر ته دی ویل دربه شم ګدر ته ما ویل لاره به دی څارم ویل منګی می شین په څنګ دی ------------------------ سمیع الدین افغانی ۲۵/ ۴ / ۲۰۰۷ وطنی مصری دوطن غیږه کی می کور دی ماته پردی مالت کی خوب کله راځینه دوطن خاوری به رانجه کړم دا پردیسی ژوندون می هردم زوروینه چه مو تاریخ ته نظر وکړو جګی شملی مو د پلرو را یادی شینه دا مو په خپله په ځان وکړه چه د پردو په لمسون خپل کور ورانونه راځی چه خپل وطن اباد کړو تر څو به ګالو د پردیو پیغورونه وطن د ټولو شریک کور دی دا دشمنان مو په قومونو بیلوینه د اتفاق نه هرڅه جوړ شی راځی چه یوکړوافغانی خواره قومونه -------------------------------- سمیع الدین افغانی د وطن یادونه په وطن موجوړماتم دی تورتمونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلونو کی مو شپی دی ګران وطن راته سوراورشو د دوزخ لمبی تری خیژی بل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی د کابل هره کوڅه مو ښکلی ښکلی خاطری دی اوس یی وران اوویجاړګورم ګړنګونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی زوړ او ځوان مو شهیدان شول څوک بی پلاره څوک بی موره د چا کور جوړ قبرستان شو زیارتونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی افغانان ټول تار او مار شول څوک په کوزاوڅوک په بردی په وطن کی چه اوسیږی ماتمونو کی یی شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی د اسلام په تمه تمه د کافرو کانی وشوی هیڅ تمیزکولای نه شو په چرتونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شبی دی دنیا ټوله راته خاندی موږ په چیغو چیغو ژاړو څه سپین سترګی دنیاګی ده سیاستونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی افغانی وطن به جوړ شی که د خدای مهربانی وه د پردو لاس به لنډیږی امیدونو کی مو شپی دی دا د کوم ظالم له لاسه چه ظلمونو کی مو شپی دی ----------------------- سمیع الدین افغانی ګیله مند زه د حالاتو نه په تنګ راغلم دخپل تدبیر سره په جنګ راغلم ماویل چه ښکل به کړم روښانه لاره په سرنوشت کی د پتنګ راغلم زه د خپل ملک د پادشاهی په هیله خو په حساب کی د ملنګ راغلم ما سره ښکلی ارمانونه زړه کی خو نامراده تری په څنګ راغلم هغه حساب چه می د ژوند درلوده زه په مسیر کی د نیرنګ راغلم ماویل چه زه به خپل منزل ته رسم په حقیقت کی په بل رنګ راغلم د پاکو هیلو ، ارمانونو ښار نه زه افغانی تری ګیله من راغلم --------------------- سمیع الدین افغانی ١٨ - ٣ - ٢� � ٨ مهاجرت درحمان با با مزار چه د رحمان بابا مزار ورانوی د پښتنو ستر افتخار ورانوی دا د فرهنګ او د ادب دښمنان زموږ کلتورزموږ یادګار ورانوی زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوری دوی زموږ څلی او منار ورانوی نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه د تصوف پلونه او لار ورانوی دوی د انصاف او انسانیت نه لری نن که رحمان سبا انصار ورانوی دا تنګ نظره دتعصب لیونیان د افغانانو کار او زیار ورانوی اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسی چه د افغان ولس ګلزار ورانوی افغانی زموږ د پرګنو یووالی د دښمن ځاله او اعتبار ورانوی -------------------------------------- سمیع الدین افغانی ٨ / ٣ / ٢� � ٩ مهاجرت تا به دلدارکړم مــازیګر دی زیړی لــــمر دی خـــــوږ اشنــــــا یی مرور دی شینکی خــــال په تنـدي ږدی پری خپـل اشنـا خوشحـالوی وریــځی وریـځی باران اوري خوږ اشنــــــــــاپه بلۍ ښوري د اشنـــــا دیدن ته ځمــــــــــه دا باران کلـــــه منمـــــــــــــه اوږدې لارې دي سینــــــــدونه پراته مخـــــــکې ګړنګـــــــــونه غره پـــه سر کېږدۍ وهمــــــــه اشنا ځـــــــــــــان له ستنومـــــه خوږ اشنـــــا مې مساپر شــــــو لاړ ځمـــــــــــــا نه مرور شــــــو سپینه خــــــــــــوله ورته ساتمــه اشنا ځان لـــــــــه را بلمــــــــــــــه په تنـدي دې شینکی خال دی په یارۍ کې دې کمـــــــال دی سترګې تورې په رنجــــوکړې بیــا ګــــذار په مئین زړو کړې سترګې تورې په رنجـــــــوکړه جوړ شرنګار دې د بنګړو کړه خیال ګـــــــــودر ته د ورتلو که شین منــــــګی دې په اوږو که افغــــــــــانی ستـا خریدار دی ستا د بدې شېبـــــــــــــویار دی سر او مال به درنه ځــــار کړم خوږ اشنــــــــا تا به دلدارکړم ----------------------------- سمیع الدین افغانی ١٧ - ٧ - ٢� � ٩

-
بېرته شاته