(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

خدایزده که بیا مو قافلې د ژوند په لار وختې فنکار توبه وکړه، سندرې مو په دار وختې پام چي په بم مي د رحمان غوندي ونه نازوې که مي ناڅاپه د خوبونو په مزار وختې هغه د تورو شپو د تور طوفان زړې خبرې هغه خبرې مو په کار راغلې، د کار وختې دادي ګلونه کړي، لاهور په خوشبویي مستوي چا وې چي ختم شولو، جرړې د کوکنار وختې تخت که زموږ دی، خو د بخت واک مو ځانمرګو وړﺉ زموږ د واک شېبې په واک کي د بمبار وختې قتل شو ورک شو د ګل څانګو د غوټیو امېد وروستۍ سلګۍ مو په وطن کي د چنار وختې ۞۞۞

-
بېرته شاته