(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی انجنیرعبدالوکیل متین په ښکلي غزلونه

يـوه سـينه دوه زړونــه منزل ليرې په کې ښکاري دا بيابان به ځما نه وي ځما ستورى په کې نه شته دا اسمان به ځما نه وي ښه يې وينم چې ډوبېږي سمندر کې مې د سترگو اوښکې نه شم پرې شمېرلى دا گرېوان به ځما نه وي ځنکدن پورې مې خاندي هم مې وژني سنگدلي کړي لري دوه زړونه سينه کې دا جانان به ځما نه وي شي ذرې يې په فضا کې ژوبل غږ د مظلوم زړه مې مخ يې نه راوړي فرياد ته دا جهان به ځما نه وي نه يې زلفې عنبرينې نه يې خال ږدي شنه داغونه سيال مې نه دى د خوبونو دا ارمان به ځما نه وي هر يو گل يې شو سينگار د پردو پېغلو د زلفانو ځما پېغلې ترې اغزي وړي دا بوستان به ځما نه وي لکه باز پښې مې بندې د ښکاري په لاس کې گير يم وزر مات لېمه تړلي دا چشمان به ځما نه وي ايمان نه شم بدلولى زور او زر ته د ښــــا غلو که بدل شو په دې دواړو دا ايمان به ځما نه وي ما متين په کې ليکلى هر غزل په تړمو اوښکو که فرياد ورنه جگ نه شو دا ديوان به ځما نه وي جنوري ـ ٦ ـ ٢ä ä ٤ د وطـن يـادونــه اوسېږي مې د زړه کور کې يادونه د وطن غوړېږي مې په سترگو کې گلونه د وطن رقيب مې اوښکې نه پرېږدي چې توئې شي گرېوان کې په څه به اوس ټکور کړمه دردونه د وطن اسمان ئې ښکلوي ورله له وياړه جگې څوکې راټيټ نه شو اغيار ته سپېره غرونه د وطن په سترگو به ئې ښکل کړم ماتې شناختې خړې خاورې رنگين مې په سرو وينو دي قبرونه د وطن رودونه دې سپين نه کړه اوس هم سره دي پسرليه راځه په رېدو فرش کړه خړ راغونه د وطن خمار به ئې ور نه کړم د پردو په سرو شرابو ساقي په اوبو ډک کړه تش جامونه د وطن متين مه سپارۍ خلکو د پردۍ خاورې مدفن کې راتاو ئې کړۍ بدن نه کفنـــونه د وطن مارچ ـ ١١ ـ ٢ä ä ٤ د ســبا په هيـــله لوستى دې پاڼې نه شمه دننه په نقاب کې اشنا څه دې ليکلي دي ځما د ژوند کتاب کې زړه لمن به چاته کړم کچکول مې د نيازونو حيران يمه تنديه! ستا د کرښو پېچ و تاب کې په هيله د سبا کرم گلان د ژوند په شاړو ليدلى مې دى نم د يار د زلفو په سحاب کې سالار د قافلې ئې لار وهي د ژوند په لاره سهار نه شته د ډوبو شپو د عمر په درياب کې غرور او لوئي نه ده دا اظهار د ناچارۍ دى گيله که يار ته وشي يا په ويښه يا په خواب کې ادا به ئې کړې شکر په څو بار باندې ذاهده! مزه که د خمار دې کړه پيدا په مى ناب کې قلم مې رېږدي لاس کې زه متين يمه بې وسه جواب راسره نه شته ستا ليکونو ته جواب کې فبروري - ٤ - ٢ä ä ٥ يووالى له کمزور زورور جوړ کړي، دا طاقت دى د يووالي هزاران لاسونه يو کړي، دا قوت دى د يووالي پښتانه يو ، که تاجک يو، هزاره او نور قومونه ټول يو ځان افغان ملت يو، دا الفت د يووالي له باران نه سىلابونه بيا سيندونه په چپو کړي جوړوي سمندرونه، دا عظمت دى د يووالي اتفاق د عمل غواړي مچۍ هم په دې پوهېږي دا منم شات دي خواږه، خو دا لذت دى د يووالي يو راولوېږي ، بل پاڅېږي ستنيدل بې ايماني ده يو د بل په همت درومي، دا همت دى د يووالي تل ژوندي پايي چې غوڅ کړي د دارونو بدرنگ پړي دا چې مونږ په دار ځړېږو، دا قلت دى د يووالي دا چې مونږ ورته کاهل او اتلانتيک وايو دوستانو! مجموعه ده د سيندونو، دا دولت دى د يووالي د تندو په خولو باندې لمدوي د بنسټ خټه هر ټيټ جگ لکه پامير کړي، دا خصلت دى د يووالي پگړۍ کلکه، شمله جگه، سترگې جگې خپل هېواد کې چې ملت نه ذلت ورک کړي، دا عزت دى د يووالي فرعوني تدبير ئې مخ کې بند د شگو نور څه نه دى د موسئ (ع) د امسا وار، دا شهامت دى د يووالي ورونو! خويندو! لا تر څو به ځوانيمرگو باندې ژاړو راځۍ وران وطن ودان وکړو، دا جنت دى د يووالي په "يو ستوري" به ستايلى ما متين نه واى دوستانو اسمان ښکلى دى په "ستورو" ، دا صفت دى د يووالي ************* جون ٢٦ ­ ٢ä ä ٩ خدايه! څنگه زمانه شوه؟ بل خبر بې مرگه نه شته نړيوالو شبکو کې هر انځور په وينو سور دى وړو سترگو د کمرو کې بلا پرېوزه په وختونو خوشحالي ور پکې نه شته بې له سوي داغه نه شته نور داغونه په رېدو کې له فراه نه تر کونړه، سوات درې نه تر لاهوره هره خوا چې سترگې اوړي، نظر ځي په هديرو کې مرگى گرځي لالهنده، ژوند له ژوند ځنې بېزار دى درد په هغه هډ تېرېږي چې غوڅېږي تورو شپو کې خدايه! څنگه زمانه شوه؟ هېڅوک نه شته چې غږ وکړي بس دى ځاى د ستم نه شته نور په ملک د پښتنو کې مونږ پخپله قبول کړى غړوندى د بې علمۍ دى ځکه مخ يو قتل عام سره په کور، کلي، بانډو کې خپل وطن راته سور اور شو جهنم ترې امان غواړي که عبرت ورنه وانخلو شو به ډوب خړو ايرو کې د منصور په شان به يو، يو ورجگېږو سر د دار ته څو راټول نه شو په يو نوم د "افغان" خپلو منځو کې هلته وينې، دلته وينې، هلته ورانې، دلته ورانې بشر نه دى هېڅ ليدلى دغه حال په زمانو کې پرېږدۍ! وکړي پروازونه بيا د سولې شنه اسمان کې ساتۍ مه سپينې کوترې د فولادو په پنجرو کې د ختيځې دنيا ځمکې هم پوهنه، مينه غواړي بس دى مه لېږدوۍ قبر ته پوهنه په سينو کې د يووالي قصيدو باندې کړه ډکې سپينې پاڼې قلم مه ږده اى متينه! څو دې وينه شته رگو کې جون ­ ١٢ ­ ٢ä ä ٩ غزل وخت تېر شوى دى له وخته له بڼو په څڅېدو يم يوه اوښکه بهېدلې، د جانان په اننگو يم رانه مخکې شه نسيمه! يار له خوب ځنې راويښ کړه که نه زه سيلۍ اخيستى ئې له خوا په تېرېدو يم سوى مخ ټکورومه په ټکور د تړمو اوښکو زلفې سيورى کړه جانانه! که نه ټول په سوځېدو يم دا بد سترگى خزان گورۍ! خوا کې، خوا کې راته گرځي خپل مې نه دى; لکه گل ئې د گلشن په غوړېدو يم په وصال ئې ژوندى پايم هم ئې ياد راسره مل دى خير دى خير که لږ بې وخته زه متين په زړېدو يم جون ­ ١٢ ­ ٢ä ä ٩ منټيکا ­ کليفورنيا

Ghazalona (poetry) Poet: Eng. Abdul Wakil Mateen

-
بېرته شاته