(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اُوښکه ملغلره ده په سترګو کښې څومره بختوره ده په سترګو کښې حال دَ پټو زړو وايې څوک وي ناخبره ده په سترګو کښې بیا بیا چې مسکې ګوري پټه څه خبره ده په سترګو کښې چغه دَ قربان غواړي جوړه یوه سندره ده په سترګو کښې زړونه وړي دَ خلقو نه سمه جادوګره ده په سترګو کښې بیا ساده چېړلې ده بیا چې مراوره ده په سترګو کښې

Poety By: Habibullah -
بېرته شاته