(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رب غني سره نزدوالي و قربوالي 8 منصبونه

پير روښان د سقونت مقام باقي به جاوېدان شي چې نزول په قرارت کۀ د صورت صفت عذاب دې و د روح په خوئي راحت کۀ دې لايق د بادشاهي اوس به حکم په رعيت کۀ عالم به هم کامل شي هر چې خوئي د ربوبيت کۀ ښه نعمت د کامالانو چې عمل په تنومت کۀ ښه عمل هر ګوره ګران دې چې خدائ يو يواستقامت کۀ د وحدت مقام هر واصل چې يګانه شي ننداره به د وحدت کۀ واحد خلاص دې له بندګي و نه جرم جنابت کۀ په يوه کښې دوېم نيشته نه زياتې نه کمامت کۀ د وحدت ګناه دغه ده چې عمل د ودانت کۀ له شريکه دې هتيات کۀ هر کلام دې سلامت کۀ د بندګي ئې حد پورې شو که سا تنه د خپل پت کۀ د وصلت مقام د ګمان نقاب دې واخلي په خپل تن دې آخرت کۀ حساب به په ګناه شي هغه څه چې فضيلت کۀ چې تر خپلي هستی تېر شي په يوه دې شهادت کۀ چې پر شاه باندې شهيد شي ګردن خلاص له امارت کۀ د قربت مقام آواز کل واړه له يوه دي ګهې قهر ګاه رحمت کۀ چې په ځمکه په آسمان دي د يوه مولا صفت کۀ کر بعيد پرې نه پوهېږي ثنا واړه په لغت کۀ په هر صوت سامع پوهېږي او سرود ئې زيات لذت کۀ عارفان به پرې خوښېږي کم دليل ځېني وحشت کۀ د معرفت مقام د ارواح تجلي دا ده چې ديدن د معرفت کۀ دې بې مثله لوې درياب دې چې د زړه په ديد عزلت کۀ نه بې رنګه نه ئې مکان شته يو بې مثله اشارت کۀ تر وچه روح د ده روښان شي ور څرګند به معرفت کۀ د حقيقت مقام د ګمان مور چۀ دې واخلي د خدائ ياد دې مشغلت کۀ تل دايم دې په ياد اوسې او پرهېز دې له غفلت کۀ بېهوده عمل دې پرېږدي ترودې مينه په خلوت کۀ د کامل دارو دغه دې چې رنځور خاطر صحت کۀ چې ګمان کا له زړه لرې او ارواح ئې تجليت کۀ د طريقت مقام طريقت د فرښتو خوئي دې چې بندګي په هر ساعت کۀ دغه زړه په مثال تخت دې پرې دوه څيزه عداوت کۀ يو ګروه د نېکبختي بل فرمان د شقاوت کۀ هر يو ګروه چې زور ور شي پرې څرګنده علامت کۀ که په نغوته د شېطان شي ډېر به خوار په ضلالت کۀ نېک عمل به ئې سېځينه لکه بل اور د غېرت کۀ چې په نغوته د فرښتو شي په پاکي به عبادت کۀ د شريعت مقام رښتني لار دغه ده چې عمل په شريعت کۀ شريعت رښتيا ګفتار دې صادقين دې صداقت کۀ د اسلام پنځه بنا دي مومنان دې ئې طاعت کۀ ناروا دروغ دې پرېږدي او پرهېز دې له غېبت کۀ چې ثابت په شريعت شي ترو دې يون په طريقت کۀ

پير بایزید روښان KhyberOrg -
بېرته شاته