(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوحدت ترجمان

ښایست مینې څپو ته دي جګ غرونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي مـنـمـه دا مـنـمـه چـــې پـــه ډانـــګ هــم نــه بـلــیــږی پـه خـپـلـه مـیـنـه مـسـته د هیچـا نـه ، نـه ویریـږی ماشوم وم رازلمی شوم ستا يادونه مې زړه نیسې خـواږه ټـول تـیر وخـتـونـه مې هیڅکله نـه هـیریـږی دا سـتا میـنې تـړون تـه غـورځنګـونـه سـلامـې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي د نـــنـګ ، غـیـرت نــشـه هـره قـطره اوبـه جـنـت ئې خـپـلـواکـه کـونـړ سیـنـده تـه بـنـسـټ د محـبــت ئــې دی ځمکې د پښتون تل په سینه کې ئې ځای کړی په ځمکه د پښتون تـه د پښـتـون د زړه وحـدت ئې په زړونـو سلطنت کــوی ټــول زړونـه سـلامـې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي خـیـالـونـه انـګازې دی کــړی څـپـې مسـتې خـبـرې ستا ژبـه ګـونـګه نـه ده تـل د ژوند وائـې سـنـدرې ای سیند د کونړ سینده د وفـا غښـتلـی تار ئې هـر ګــوټ کــې دی خـمـار د ښـکلا پاکـې ملـغـلــرې ستا نـنـګ ، وفـا ، غیرت تـه ټـول ډاګـونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي د خیال او فـکـر مستـه کـونـړ سیـنـده خــبـردار شـه دا مــونــږه مــلامــته یــو پــه مــونــږه پــردار شــه ګـنـاه زمـونـږه دا ده چې په تا مو څـه جوړ نـه کړل دا مونږه ګنهګار ستا، ته زمونږه یـو ځل یار شه د مـیــنـې ولــولــو تـه دي مــوجــونـه سـلامـې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي کـونـړ نـه پـېښـور تـه پـه مسـتـۍ بـانـدې روان ئې نسیم ستوري په زړه کې د نسیم ستوري جانان ئې د مـیـنـې حــرکــت کـې سـتـا پـخـې مستې سـنـدرې وحدت دی راوستـلـی د وحـدت لـوی تـرجـمان ئـې سـتا شــور د مـحـبـت تـه غـیـرتــونــه ســلامــې دي ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا شعرد ۲۰۰۹ ع کال د اګست په اوله نېټه د کونړ سیند په مشاعره کې ولوستل شو .

-
بېرته شاته