(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سیند مشاعری ته راغلی شعرونه

دکونړ ياد باز شومه، گوربت شومه دېرو د پښتنو باندې والوتم، شاهين شوم د کونړ په سردرو باندې څاڅکي دشبنم غوندې شوم پورته کونړسيند ځنې خپور دانه وانه شوم د جانان په اننگو باندې ځان راته ښکاره شو لکه گرد د سلايي د سر پورې شوم رنجو په شان د ښکلو په لېمو باندې خاورې د خاپوړو ته راټيټ په احترام شومه کېناستم د وران کور په چاودلو دېوالو باندې ډېر مې په ويرجن نظر ويجاړ کلي ته وکتل گرد د زمانې پروت و ټوټو د شنو بنگړو باندې ډکې په کودو ښکارېدې هغه د گودر غاړې نښې د کولال نه وې د پېغلو په منگو باندې زه ئې لا په سيل د شنو نښترو باندې موړ نه وم ولگېد نظر چې مې په ډکو هديرو باندې څو پورې به گرځي بېسواده د وطن بچيان څو به پردى لاس لگوي اور په ښوونځو باندې نه شي رانيولى څوک لمن د گل باور وکړۍ چا چې پښې ايښي د کونړ تېرو اغزو باندې وسول د سکرو په شان له سر نه تر پښو پورې اور چې پورې کړى چا په څوکو د شملو باندې تېر شي له خپل حده خو سمېږي طوفاني حالات دا حالات به سم شي په وحدت د پرگنو باندې پورته به څاروان له پرگنو شي زه باور لرم غږ به د ميرويس وکړي په ورانو قافلو باندې دا پېغام د سولې او ورورۍ به انگازې وکړي يو شئ پرگنو! که نه ورکېږو تربگنو باندې پورته به اواز د ماتېدو د زندانونو شي وار به د وحدت وشي حلقو د زولنو باندې وښود خپل احساس په دې غزل کې د کونړ متين سلام دې وي، درود دې وي، په ټولو مېړنو باندې ---------- انحنیر عبدالوکیل متین جولاى ¬ ٢٩ ¬ ٢� � ٩ منټيکا - ¬ کليفورنيا کونړسيند کونړسيندڅپه څپه شو زمادزړه ښکلی نغمه شو دپښتون دغرورخيال کې دغيرت اوننګ کيسه شو کونړ سيند به يادومه دڅپو سره يې ځمه دګران ستوری په په ارمان کې غزلو کې يادومه کونړ سينده نغمه ګره دشعرونو جادو ګره شاعران پرتا راټول شوای دزړونو سوداګره دمستۍ سندرې وايه خپل همت خلکو ته ښايه ښاپيرۍ درته رادرومي درته دا سندره وايې کونړسينددجنت حورې خپل موجونو کې مغرورې تاتره مې ډير ياديږي ته يادونه دمامونې جلالا ته دی درځمه دمه ستا څنګ ته دروړمه بوډيالۍ نکريزې اخلم خپل لاسونه سره کومه کونړ سينده بختوري اشنا ستا په لورې درومي يو ارمان لري په زړه کې دليلا پلورې درومي کونړسينده ورته وايه نه دهوډ نه دی ارمان شته ستړی ستړی شوې خپې يبلې بس يو لاردبيابان شته زما بل رنګه دونياده ستا يادونه په کې نشته يو وطن زما اشنا ده بل خيالونه په کې نشته کونړ سينده زما ځانه ماته ګران يي ته بيشانه تيريادونه مې تازه شول روح مې واخيستو لتانه ستا له مستو څپوځارشم پښتنخوا پلورې درومه روح چې ښاد دغفار خان شي دبابا پلورې درومه تراټکه پورې لاړ شه يوه هيله مې هم دا ده اتمانزو کې ښاده شوې دولي بابا ارواده کونړ سيننده بختوره ته زما دزړه ارمان يي خپل موجونوکې مې واخله دحفيظ ښکلی جهان يي ـــــــــــــــــــــــ زرلښته حفيظ خــــپل وطن د روسيې په سړه خاوره كې ايسار يم غواړم ووينم پيتاوى د خپل لمر بې احساسه او سړې كوڅې د واورو ځار د واورو چې پرتې دي په سپين غر د بې ستورو اسمان لاندې شپې تېرېږي په ما بد لګېږي دلته مازديګر د كنړ د سيند اوبو نه يو ګوټ راكړئ خراب كړى مې مسكو اوبو ځيګر اّرام ژوند د پردېسۍ كې لېونى شوم رايادېږي راته خپل وطن كې شر عمراخان

-
بېرته شاته