(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قبر رنګ

د قبر رنګ افغانه جوړ کړه خپل ملي يووالی خپلو کې مينه ورورولي وکړه لکه پلرونه خپل منځي يووالی ملي وحدت عزيزولي وکړه افغانه يو کړه ميليتونه ورونه بلوڅ تاجک په يوه مرکز راټول کړه نورستاني او نور قامونه ورونه ترکمن ازبک په يوه مرکز راټول کړه ستا هزاره ايماق نسلونه ورونه ورونه دې کلک په يوه مرکز راټول کړه جوړ کړه د ورونو بيا اصلي يووالی پښتونه ته مشرولي وکړه له اريانا تر خراسانه پورې ته د قدرت او اعتبار خاوند وې ته له يما تر احمد خانه پورې دپت عزت او اقتدار خاوند وې له ډير پخوا تر نن زمانه پورې د شان شوکت او لوړ وقار خاوند وې جوړ د بچو وکړه خپل قوي يووالی خوی د افغان بچي اصلي وکړه ستا موجوديت راغلی سوال لاندې په هوښيارتوب مظاهره وکړه ستا حريت راغلی سوال لاندې په سړيتوب خپله چاره وکړه ستا افغانيت راغلی سوال لاندې ښه په نرتوب او په ښکاره وکړه کلک بيرته جوړ کړه افغاني يووالی پښتونه ته پښتونولي وکړه خپلو کې يو شه تنګ نظر ورک کړه زمان دې بيا نن آزموينه کوي په لوړه پوهه بنيادګر ورک کړه جهان دې ننګه او پالنه کوي پردی جاسوس پردی نوکر ورک کړه آسمان په تا نن لورينه کوي نړۍ دې ټوله نن څيړي يووالی سيال شه سيالانو کې سيالي وکړه که غواړې واوسې آزاد پښتونه تعليم او زده کړه دې کړه دنده خپله که غواړې ملک دې شي آباد پښتونه پوهه حاصله ښه درنه کړه خپله پام چې وخت تير نه کړې برباد پښتونه د نړۍ وضع تجربه کړه خپله پوهه په تا کې راولي يووالی ننګ او غيرت د ابدالي وکړه يو ځلې ځان او بيا جهان وګوره له ديره جاتو؛ نه سستانه پورې په پاکه خاوره شهيدان و ګوره وزيرسستان بلوچستانه پورې ويش دې په لوی افغانستان وګوره وکړه حيا د پاکستانه پورې په پوهه واخله خپلواکي يووالی د شهيدانو تسلي وکړه د لوی خوشال قبر به رنګ وباسي که د افغان بيرغ پرې وغوړيدو د ايمل خان قبر به رنګ وباسي که لوی افغان يې په ننګ ودريدو فخر افغان قبر به رنګ وباسي که تشدد، نه پښتون وګرځنيدو د خدمتګار ارمان اصلي يووالی که لراوبر مې ورورولي وکړه

-
بېرته شاته