(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات غږ

راشئ زما د وينو خوب له يو تعبير وګورئ چې زه د وينو په درياب كې اوس ډوبېږم ولې؟ راشئ او ماله څوك زما د لاسو فال وګورئ چې زه په توره، توره شپه كې حلالېږم ولې؟ راشئ زما د پسرلي ګل ته به څه وايئ اوس؟ دا زه په خپلو پرهرونو كې ټوكېږم ولې ؟ راشئ زما د غرونو واورو كې لمبې د څه دي؟ دا زه د خپل احساس په اور كې چې سوځېږم ولې؟ راشئ زما سندره داسې لېونۍ ولې شوه ؟ دا زه د خپل رباب په هر تار كې ژړېږم ولې ؟ راشئ په ما كې لوى كابل او اريانا اوينئ دا زه نجيب، نجيب منصور، منصور زنګېږم ولې؟ راشئ او ماله دې څوك راولي د امن سفير دا زه په سور كفن كې بې دعا ښخېږم ولې ؟ راشئ او ما د توره بان د جنج نه بيا اوګټئ زه د پېريانو په ډولئ كې چې وركېږم ولې؟ راشئ زما نه لېوني خونړي سپي كرې كړئ دا زه په خپل كلي كوڅه كې سرتورېږم ولې؟ اى ژوند پرستو، قام پرستو داسې چپ ولې يئ؟ د پېښور په نشو مستو داسې چپ ولې يئ؟

-
بېرته شاته