(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

تل ئې نغښتى په موجونو کې الهام وي د کونړ د سيند يادونه دې مدام وي اى نسيمه! لږ ئې ورو په مخ تېريږه پرېږده ښکلي د کونړ مې په ارام وي د ختن آهو نافه ئې په کار نه وي معطر په کشمالوچې د چا بام وي لکه سيند کې د کونړ سړى لاهو شي بې وطنه ژوندون هسې ناارام وي که سلام راته د غرو د کونړ راوړي د متين دې په هغه قاصد سلام وي ­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­---------------

اگست -٩-٢� � ٩ منټيکا -­ کليفورنيا -
بېرته شاته