(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وائيم زه د خاورې د سپرلو سندرې وائيم نور د ښکلو ښاپيرو سندرې وائي زه د پيغـــــــلو پښتنو سندرې وائيم د وطن سيندونه دشتې ځنګلونه زه د لوړو لوړو غرو سندري وائيم چې د تورې غږ ئې خور په ټول عالم دی زه د هغه شاه ځلمو سندرې وائيم نغمه ګر د پښتونخوا د هرې سيمی د خيبر د تاترو سنـــــدرې وائيم زه د خپلې پښتنې خاورے شاعر يم ځکه هر وخت په پښتو سندري وائيم زه فيروز په خپل وطن باندې مئين ئيم ځکه تــــــل د پښتنو سندرې وائيم

Nazam Poet: Mr. Feroz Apridi Pak Pashto Adabi Tolana holds mushaira -
بېرته شاته