(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تنها

تاتـه څـه پته ده چې زه داسـې تنها ولـې يـم؟ چې پخپل ذات کښې سمندر يم نو صحرا ولـې يم؟ د روح تړون د عنکـبوت د تار په څـير که نـدې نو په قربت کښې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟ زه د ژوندون په ﻻر يواځـې خپـې تنړاکې تلـمه د زړګی ډاډ له زمـا زړه کښې اسويلـې هم نه وو خو بس يؤ زه وؤم يؤ مې تـګ وؤ ناپوره ، ناتمـام د هاړ غرمو کښې مې د ژوند څوک لاروې هم نه وؤ خو خدائ خبر چې د کوم لوری مې ته خواته راغلې زمـا زخمـونه د ټـول اوينځـل په مـينـه باندې زمـا منـزل د متـعيـن کـړو حوصلـه د راکړه اؤ لکه د سيوری راسره شوې په هر سيـمه بانـدې خو ته مې سـيورې نه وې کلـه چې به نـمر پريوتو لکـه سـپوږمۍ به ضيـاباره شوې زمـا په تيـرو اؤ کـه مايوسی به لکه شپه مې په هستـۍ خوره شوه د رونـړ سحـر زيـرې به راؤړو ستا د نمـر پلوشو دومـره الفـت چې زمـا زړه زمـا له واکـه اوؤت نور هرڅه هېر شو بس يؤ ته مې د ارمان مـدار شوې نتيجه دا شوه که مې دوست وې نو نزدې شوې دومـره زما په ساه کښې شوې شامـل زمـا د زړه درزار شوې ستـا د الـفـت په پـرخـه زه لکـه ګل خور لاړمـه ته د خوشـبوی پـه څېـر زمـا لـه غېـږه لرې لاړې چې د عـرفـان د ژونـدون راکـړو لازوال د کـړمه نو بيـا نـاڅـاپـه رانـه داسـې لـرې ولـې لاړې د زړه رومـی مـې لـه هـاغـې ورځې نه اې تبريزه ستـا په تکل اؤ جستـجـو کښې ناقــراره ګـرځـې د هغه څـو لمحـو مستـي چې پرې هستي مخمـور وه هغـه الـفـت هغـه قربـت پسـې بـې واره ګرځـې اوس خو بـه پوهـه يـې اشنـا چـې زه تنها ولې يـم چې پخـپـل ذات کښې سمندر يم نو صـحرا ولـې يـم د روح تـړون د عنـکـبوت د تـار په څـير که نـدې نـو پـه قربـت کښې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟

-
بېرته شاته