(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوږ دې نيسه ولسمشره

محترمه . . . . زه د برخې خاوندنه يم چې دربار کې درته کينم ځان ته هيڅ او تاته ډېرې دوعا وکړم تحت او بخت دې برقرار شه دا مې هم له لاسه نه شي يو څو ټکو ته دې پام وي يوه ورځ داسې ونه شي چې خپه درنه ولس وي مرور درنه عوام وي ته پخپله هره څه کرې ته پخپله هره څه ريبې خوشحالي ده په لوګرو څوک دې نه شته د خبرو موږ هم لاس تر زنې ناست يو وايو اوس به ماما غوښې ډوډۍ راوړي دا وړې به شړې نه شي شپې به ام څنګه سره وشي ما سره هم دغه سوال دی تا سره هم دغه سوال دی دغه څوک زموږ په منځ کې نيغ ولاړ لکه ديوال دی زه دليرې پرتو سيمو يو شډل پډل وګړی ما کې څاڅکی وينه نه شته رنګ مې ګوره لکه مړی لاس تر زنې څنګه کينم څنګه ونه کړم پوښتنه چې راتلونکی مې څه کيږي؟ ما سره هم د ځان غم دی زه خبريږم زه پوهيږم د کابل تحت په تا ګران دی د رښتياوو ورځ راغلې اوس دا ګز او دا ميدان دی د دې ښار د اوسيدونکو بس يوه نيمه ګيله ده وږی نس تر ډوډۍ غواړي ودريدلی پرې روزګار دی دوه په سلو کې ماړه دي د دې نورو غم په کار دی د غريبو چاره څه ده برخه ليک به يې څه کيږي؟ دلته دوه ډوله ژوند ګورم موړ له وږي نه خبريږي يو د غرب په کچه ژوند کړي د مستۍ نه نيغ منجيږي بل حيران دی مزدورۍ ته ورته کار نه پيدا کيږي څه به اوري څه به ګوري خو غوږونه پرې کاڼه کړي ته به کومه خوشحالی کې دا زموږ پوښتنه وکړې دلته نه شي د خوارانو له غټانو سره کلي ما دا خپل ناځوانه خلک ځيني ځيني پيژندلي زما سر ورسره سپين شو تا لا نه دي پيژندلي تا ته چا نه دي کتلي، موږ ته چا نه دي خندلي مشره! له تا سره په چل روان دي وطنه تا سره په چل روان دي دلته د سر سړي په دار ختلي دلته د توري خلک نه پريږدي څوک دلته تورزنو نه مرۍ پرې کيږي دلته شملې د شمله ورو په سرو شرميږي دلته هوښيار ګوره له خپلې هوښيارۍ ډاريږي دا نشې او تماشې به دا په وږي نس مستۍ به دا په نوم ديموکراسۍ به موږه واغوندو که وخورو؟ پارلمان دې نازولی د کابل د يخنۍ نه دی اور اوبه سره يو ځای شوو خو زموږ سر ته دې خير وي هره ورځ به په ناندرو وي هره غونډه کې نښتې نوې نوې شان غوښتنې د مړې خيټې خبرې هر استازی به څه غواړي د خپل ځان په غم کې ژاړي باډيګاټ او څو ټوپکې چې د کور مخ ته يې ولاړي په تا ويلو په ما ويلو يې خبرې نه خلاصيږي يو به بل ته غاړه نه ږدي نوی کار به موږ ته ګوري څوک به نوی واده غواړي چې په بلې بلا واوړي جيب به يې دروند په عريضو وي هره چاره په ډالرو هر يو کار يې په پيسو وي چې دا کړي تاوانونه په يوه مياشت کې پوره کړي ورځ په ورځ نوي چلونه موږ خوارانو باندې زده کړي يو به من بل به چارک وي له کينو به يې زړه ډک وي يو به غوښه بل چاړه وي اتفاق يې سره نه وي څوک به موږ نه بډې غواړي څوک به تا نه کوي شوکې څوک به وايي کور مې نه شته په اسمان او هم په ځمکې د شورا چوکۍ نسکورې خو وکيل صاحب به ورکې وي يو به وايي چې دا ستونزې زما حل کړه دا خپلوان مې مقرر کړه ولسوال رانه بدل کړه دوی به ستا غوږونه وخوري موږ به پوزې ته ترې راشو دا به وږي ساتې مشره چې زموږ په حال خبر وي چې استازي وي سپيڅلي او کارونه يې لکه لمر وي نه په ضد د پرمختګ وي نه يې پريکړې په خپل سر وي چې يو وخت ترې تپوس وکړې يو کميس يو يې څادر وي چې په کړو وعدو ژمن وي په موږ ګران به هر ممبر وي چې زموږ غوندي غريب وي نه يې کور نه يې موټر وي چې زموږ په حال خبر وي بيا به تاج زموږ سر وي بيا به تاج زموږ د سر وي

Ghwag di nessa walasmashra (Azad Sher) By :Shafiullah Babarzai -
بېرته شاته