(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موقعه

دا ژوندون یوه موقعـــــه ده د چا لنــــــډه چااوږده ده دا مـــــــــوقعه ده هغه چاله چې فرصت لري سبــــــــــا له خو په هر شي کې انجام شته څوک صـادقه هم بدنام شته پوه او ښــــه خلک تیر شوي بد په بد نامــــــــــه یاد شوي خـــــــاطرې ترې پاتـه کیږي نیک په ښه نامـــــــــه یادیږي د ژونـــــــــدون په پړاوو کې په وختـــــــــــــونو زمانو کې ډیر ؤ ستر ستر قدرتـــــــــونه دبــــدبې وې مقــــــــــــــامونه دلته سترې بادشــــــاهۍ وې ډیرې لـــوې امپراتورۍ وې څوک چنګیز په شـان مغرور ؤ نا پیـــــــلون هم لوی باتور ؤ لږ عبرت ژوندته پــــکار دی کبر جن سړی تل خــــــوار دی نن دا مست چې پــــه ډالر دي دوی د ځـــــــــانه بې خبر دي سبا خـــــــدای له په رفتن دي بس محتـــــــــاج د یو کفن دي

[/color
٢٧ - ٨ - ٢٠٠٩ -
بېرته شاته