(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ستا په غېږ کي رالوي سوی مريی نه يم چي ترتا سپېلنی نه سم زلمی نه يم که بېرغ د آزادی مي له لاس ولوېد هغه وخت به دا ګڼم چي ژوندی نه يم هريو خيال مي د نسيم په ميو مست دی بې غليمه و هيچا ته ازغی نه يم زرغونې ونې دي ‌‌ډار دي ‌ډار له ما ځا نه کړي ځل هم نه يم د خزان که سپرلی نه يم که پر ځاي د ننګ مي ونه کړله توره د آسيا د زړه منلی زمری نه يم که پر خوږو د بل خوږ زه زيارکښ! نه سوم بيا ‌‌ډبره يم د غوښي زړګی نه يم

- ‌ږوب Posted By: رفیع الله مندوخيل Mr. Rafiullah Mandokhail Cell # +92-300-3937628 -
بېرته شاته