(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې جرګه

شمله وروپه جرګوسره يي جوړکړئ دپښتون قام په دودوسره يې جوړکړئ زمانې پرمونږ ډيري نادودي وکړی په کلک هوډدپښتنوسره يي جوړکړئ **** باچاخان غوندی دسولې په قانون شئ دوختونو تقاضا ته کلک پښتون شئ لرو برو پښتنو لاسونه ورکړئ بيادسولې دکاروان ملي تړون شئ **** داسې نه چې خړطوفان موسره يوسي لکه لعل دبدخشان مو سره يوسي دپاريس انجنوته بيادغاړې هارشي پښتنې به تر ليلامه پورې يوسي **** جنګ نوربس دی يوې سولې ته رضاشئ ټوپک پريږدئ يودبل سره پخلا شئ جهاني وايي "١*بيړۍ مونورډوبيږي" قلم پورته کړئ د پوهي سپين رڼاشئ **** دحفيظ دزړه رضا پلورې لاړ شئ دژوندون دارتقا په لورې لاړ شئ دوطن دموردويرټغر نور ټول کړئ ميليتونو تقاضا په لورې لاړ شئ **** نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ ١*دجهاني صاحب يوشعر څخه يادونه شوی

-
بېرته شاته