(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا په سيمه

د پاس وطن نه يم راغلی جادوګر ملګرو د پښتونخوا په سيمه کوم د مينې کر ملګرو بغض ، کينه، نفرت، حسد نه پرېکؤم سرونه يم نا اشنا لږ راته سم کړۍ رؤ ګودر ملګرو دامې د خپلو د ستم کۀ د کرو نښې دي دا چې په خپل وطن کښې ګرځم در په در ملګرو مونږ خو د امن سوداګر يو په خپل سر ئې اخلو خدائې خو دې ګرې کړي زمونږ د کوره شر ملګرو ګل مخې پېغله چې سرتوره سر ببره وينم د لېونو په شان شوکؤم د زړه پرهر ملګرو چې مو په فصل د باران په ځائې ګولئۍ وريږي خود به ګرځيږو وچې شونډې اؤ نهر ملګرو د پښتونخوا د امن خاوره چې په وينو سره ده دے لګیدلی پرې د چا سپیرۀ نظ‌ر ملګرو په مونږ ئې توره شپه د غم اؤ واوېلا راوستې اغېار په دې کښې لټوي ځان له سحر ملګرو زما د عمر رنځورتيا له تش کتل د جانان سمه کیميا ده کۀ راګوري يو نظر ملګرو زاهده ژوند په دنيا ګران شو تیرېدلی نشي خدائې خو دې راکړي د جانان په زړۀ کښې در ملګرو

ـ د پښتنو قامی سنګر ـ -
بېرته شاته