(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ترڅو چي سره ور نکړي لاسونه پښتانه ترهغو به ویجاړ وي ټول کارونه پښتانه نن سي دلته جنګ دئ برئ نه ښکاري نـــــه راته ښکاریږي دا جنګونه پښتانه تاته که خپل کور باغ ارم ده خوو مالره ښـــــــــکاري دجنت دباغ ګلونه پښتانه ګورته به وړې داارمان په هیڅ صورت نـــــــه مني په مینځ کي دیوالونه پښتانه زموږ ماشومان حق لري پر موږ باندي لاس کښې درځۍ ورکړو کتابونه پښتانه لاس راکړه چي لاس درکړم جوړه به ځو څــــــــوبه داسي سوځي ارمانونه پښتانه خود به عمری یو نر پښتون وي ددې چم ګـــوري دخوشحال خټک شعرونه پښتانه

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ -
بېرته شاته