(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوم زخم ئې اوژاړمه

د خپل ارمان د پېښور نه چې پلو اخلمه لکه د وينو د منظر نه چې پلو اخلمه خولې مې راشي په تندي وجود مې اوبوږنيږي زه د زړګوټي د پرهر نه چې پلو اخلمه په دې ګناه زما قاتل زما د مرګه تېر دی د خپلې خاورې ددې شر نه چې پلو اخلمه دې د ظلمونو قصيدې ئې په سينو ليکلې د کوم چينار، د کوم نختر نه چې پلو اخلمه په ښکلاګانو ئې بلها د وينو رنګ ختلی د پښتنو د لر او بر نه چې پلو اخلمه سترګو کښې اوښکې، غرېو نيولي اسويلي په شنډو د پښتونخوا د مازيګر نه چې پلو اخلمه حېران ولاړ يمه چې کوم زخم ئې اوژاړمه د هر ماښام او د سحر نه چې پلو اخلمه بيا مئېن توب راله په زړه باندې را اووروي اوس هم د کلي د ګودر نه چې پلو اخلمه شبابه پاتې پکښې شولې د جانان تذکرې ستا د غزلو او هنر نه چې پلو اخلمه

ـ د پښتنو قامی سنګر ـ -
بېرته شاته