(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات ، دير اؤ د بونېر د سردرو ګلونو

د ژوند د دې تماشې دا ادا به څوک وژني؟ د دې ادا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! په داسې حال کښې چې مرګ لوبې په سرونو کوي د نوي سوات نرګس په سره سيمه کښې وټوکېدل په داسې وخت کښې چې هر سېورے د قاتل سېورے دی د ژوند د څړګو څُوکو سرۀ ګلونه وخندول د ژوند د دې تماشې دا ښکلا به څوک وژني؟ د دې ښکلا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! دغه د نوي نوي سوات، نوي پېدا وارثان چې ئې په وينو وينو، شونډو کښې ګلونه خاندي دغه د حُسن او د مينې د نازونو بچي چې ئې په سترګو کښې چينې او چنارونه خاندي د ژوند د دې تماشې دا ځلا به څوک وژني؟ د دې ځلا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! زرګونه کاله پس زمونږ د زندګۍ د کتاب دوي راته پاڼه په وړو ګوتو راواړوله د پروني تاريخ سبق ئې د نن شونډو ته کۀ د سبانۍ خاموشۍ ژبه ئې ګويانه کړله د ژوند د دې تماشې دا دعا به څوک وژني؟ د دې دعا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! دا په خېمو کښې او په لارو کښې پېدا ماشومان د ټولو سترګې دي هوښيارې او بېدارې سترګې دير پکښې هم ليدے شي، سوات او بونېر هم ښکاري ګلاب ګلاب شونډې نرګس هسې بيمارې سترګې د ژوند د دې تماشې دا خطا به څوک وژني؟ د دې خطا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! دا بچي څوک دي، دا د ټولو پښتنو بچي دي دا د ښاغلو پښتنو د مېلمنو بچي دي دا د تاريخ د جوړونکو مېړنو بچي دي دا د فطري امن د مياندو لېونو بچي دي د ژوند د دې تماشې دا رڼا به څوک وژني د دې رڼا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي دوي مو قاتلې سترګې بيا ژوندون ته واړولې دوي مو اسرې د زندګۍ زېږون ته واړولې دوي زمونږ مينې د ښائست مضمون ته واړولې دوي مو سندرې سباني پښتون ته واړولې د ژوند د دې تماشې دا ګناه به څوک وژني؟ د دې ګناه وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي! پښتنو دا ماشومان عام ماشومان ونۀ ګڼئ چې دوي د امن د ژوندون نوے اعلان کړے دی دا په رېګونو کښې په سُور نمر ټوکېدلي ګلاب دوي په رښتيا په مونږ د نوي ژوند احسان کړے دی د ژوند د دې تماشې دا صدا به څوک وژني؟ د دې صدا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!

ـ د پښتنو قامی سنګر ـ -
بېرته شاته