(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو بغاوت

لکه د اوښکو په شان کور جوړه وم ستا ګرېوانه کې ځان ته ګور جوړه وم د لېونتوب ثبوت مې دا ومنه چې شنو انګورو نه سور اور جوړه وم يوه ټپه کې دې يادومه لږه تاته هم ځان په شان پېغور جوړه وم دا مې فطرت د پښتون خوی وګڼه چې يو شر خلاص نه وي لا نور جوړه وم يو بغاوت ته مې يارانو زړه دی د اټک زړه کې ځای په زور جوړه وم سور پېښور ته ! مات لښکر ټول بيا په موږ يرغل کوي اخلي لږه سا په موږ يرغل کوي زه غره کې رمې پيايم شپېلۍ وهم دا مو ده ګنا په موږ يرغل کوي هسې خو ډيوو ته پوکي نه کوي وژني چې رڼا په موږ يرغل کوي اوس به نو زه کوم ګرېوان ته لاس اچوم ټوله چې دنيا په موږ يرغل کوي هسې خو دې وروره په شا نه ټپۍ ګوره چې په تا په موږ يرغل کوي پل مې د غليم تر اټک وڅاره کور نه ياره ستا په موږ يرغل کوي

ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠ اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی٠ اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠ د اټک يوسفزي ادبي پنځونې او راټولونې په لاندې ډول دي : ١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال) ٢ :د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولګه -١٣٧٨) ٣ : د ځنګل ځناور(١٣٨١) ٤ :ارګ يا مرګ -٢٠٠٢ع ٥ : پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع) ٦: زما زړه تاسره دی (د ولسي شاعر سيد مراد د شعرونو غورچاڼ ، سريزه او اهتمام -٢٠٠٤ع ) ٧ : له مانه مه بېلېږه (د اغلې حسينه ګل د شاعرۍ غورچاڼ او اهتمام -٢٠٠٩ع) ٨ : د جنت دېوالونه (طنزي ټولګه) ٩ : زما زړه (شعري ټولګه ) ١٠ : د بودا سلګۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ) ١١ : نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ) ١٢ : يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ ) ١٣ : بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ ) ١٤ : سيند په منګوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ ) ١٥ : ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو ګډ جونګ - ناچاپ ) -
بېرته شاته