(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې جرګه او بشری جنایتونه (دوه شعرونه)

دسولې جرګه

شمله وروپه جرګوسره يي جوړکړئ دپښتون قام په دودوسره يې جوړکړئ زمانې پرمونږ ډيري نادودي وکړی په کلک هوډدپښتنوسره يي جوړکړئ **** باچاخان غوندی دسولې په قانون شئ دوختونو تقاضا ته کلک پښتون شئ لرو برو پښتنو لاسونه ورکړئ بيادسولې دکاروان ملي تړون شئ **** داسې نه چې خړطوفان موسره يوسي لکه لعل دبدخشان مو سره يوسي دپاريس انجنوته بيادغاړې هارشي پښتنې به تر ليلامه پورې يوسي **** جنګ نوربس دی يوې سولې ته رضاشئ ټوپک پريږدئ يودبل سره پخلا شئ جهاني وايي "١*بيړۍ مونورډوبيږي" قلم پورته کړئ د پوهي سپين رڼاشئ **** دحفيظ دزړه رضا پلورې لاړ شئ دژوندون دارتقا په لورې لاړ شئ دوطن دموردويرټغر نور ټول کړئ ميليتونو تقاضا په لورې لاړ شئ **** نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ

١*دجهاني صاحب يوشعر څخه يادونه شوی *** بشري جنايتونه

ته مې مينه ته مې ځان افغا نستانه ته مې روح ته مې جانان افغا نستانه هندوکش اوستا پاميرنه به ځاريږم کنړسيندمې لوې جهان افغانستانه ستادمينې خوږ نغمه مې په رګو کې ته زما دعشق داستان افغانستانه لروبر اوپښتانه ستا په نوم به وياړي ته لوې کور دلوې افغان افغانستانه ستاتاجک اوهزاره ازبک نه ځارشم پښتون زړه ته مې ارمان افغانستانه غم ځپلي ولسو نه دی قربان شم لوړپامير د ښکلا بام افغانستانه ننګيالي پرتا سرونه قربان کړي ازاد اوسی په جهان افغانستانه چې سينه کې حفاظت ستادکلام کړي دي ستا ننګ ته په ميدان افغانستانه غورځنګونه درقيب ته چې نظرکړم برۍ ستا د وي مدام افغانستانه دټوپک په خوله چې سوله درته غواړي ورکهوي ستا ټول بچيان افغانستانه بشري جنايتونه تاته *١ډير شول په سلګوکې يم نالان افغانستانه دری لسيزه ده دجنګ لمبوکې سوزی ډيرشو ل قتل ستابچيان افغانستانه دحفيظ ارمان به خوددرته سلګۍکړي چې جنګونوکې شوې وران افغانستانه

په کندزکې دناټو بمباري او دافغانستان د۹۹غريبوخلکو شهادت ته اشاره ده نېټه : ١٣ / ٦ / ١٣٨٨ | 2009-09-04 -
بېرته شاته