(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر شمشیر علی خان په مرګ

دا مي د سوات د مشهور قام پرست مشر مر حوم ډاکټر شمشیر علی خان شهید په مرګ لیکلی دی. دوی ټول ژوند د خپل قام خدمت ته وقف کړی وو، او په سختو حالاتو کي هم د خپل قام په مخ کي د دنیا نه ولاړو. ډاکټر صیب د دسمبر په اوله ورځ په یو خود کش حمله کي د سوات کانجو ډهیرئ کلي کي شهید شو. په مړینه یې ډیر زیات خفه یم. اظهار م د شاعرۍ په ژبه کي کړی دی.

غږ دي د مرګ د توپي ډز دی اوریدلې نه شم ستا جدایی د زهرو ګوټ دی زه ېې زغملې نه شم په اخبارونو، رسنیو کي د هیواد او نړئ د مرګ خبر سره تصویر ته دي کتلی نه شم که د توپونو د ګولو په شانته لګي په ما ګرانه، یادونه دي د ذهن نه ویستلې نه شم اوښکي مي سترګي خوږوي، سلګئ مي زړه ژړوي نوري دا اوښکي او سلګئ ایسارولی نه شم اوس به په تا پسي په چغو چغو اوژاړمه لیونی کیږم نور جزبات قابو کولی نه شم وروره په غم کي دي شریک یمه د لري لري په شوګیرو کي یمه سترګی پټولی نه شم زه به د لري نه بابا ته لاس نیوه وکړمه په بل وطن کي یمه خوا له یې در تللی نه شم

De Dr. Shamshir Ali Khan Pa Marg By: Prof. Jahan Shir Swat Pakhunkhwa -
بېرته شاته