(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سمبارا

موهن جوداړودسنده ايالت دسين پرغاړه پروت يولرغونى ښاروو . موهن جوداړودسندهي ژبي تورى دئ،چي مانائې ده هديره يادمړوډېرۍ . ددغه ښارپاچاپريسټ نومېده .په ښاهي ماڼۍ کي يوه نڅاګره وه چي سمبارا نومېده. سمبارا نه وه دسپوږمۍ يوه ټوټه وه. دوخت په تېرېدوسره داښارله مينځه ولاړ،خودتېري ميلادي پېړۍ په دوهمه لسيزه کي ددغه ښارنښې وموندل سوې .چي نن دغه سيمه دلاړکانې په نوم يادېږي، دږوب دسيمي ځوان شاعرنسيم ګل نسيم مندوخېل دغه لرغونې سيمه ته ورغلى اود سمبارا ترسرليک لاندې ئې دغه نظم ليکلى .

سمبارا

نن ولاړ يم داسي ښار کي په يو نوي رنګ بازار کي وکوم لورته چي نظر کړم وکوم کورته چي نظرکړم په کښي ښکاري يوله ورايه ناولده غوندي خدايه دادپريسټ پاچا دربار دى پرهرڅه چي ئې اختياردى و يو لور ته وزيران دي و بل لور ته مشيران دي څنګ ته ئې ناسته ملکه ده دښائيست چي سرچينه ده زه چي ګورم په کوم لوري حسن اوري او را اوري دربارداسي ښکاره کېږي لکه جشن چي جوړېږي ساقي هم په مستۍ سردى په هرلاس کي هم ساغردى خلګ خاندي خوشالېږي ښائيسته نجونه دي ګډېږي ددې نجونوميره ښکلې په نازونو نازولې سمباره په نوم يادېږي له ښائيسته چي ځلېږي بلوڅي ښکلې څېره ده ډک شونډان اناردانه ده توري سترګي سحرګري اوږدې زلفې سحرګري دنګه ونه نرۍ غاړه په دې نجونوکي ولاړه په نڅائې پيل وکړ په شرنګائې پيل وکړ ته به وائې ښاپېرۍ ده چي راغلې په مستۍ ده په محفل کي خاموشي ده څومره ښکلې مدهوشې ده سمباره چي ګډابس کړه هم سازونه خندابس کړه خلګ بيا په ځان خبرسو چي ئې حال بېخي ابترسو زه هم بيالکه راويښ سوم په رښتيالکه راويښ سوم وم ولاړپه داسي ښارکي خاص د مړوپه ديارکي نه خندا اونه مستي وه نه پاچانه ئې هستي وه نه محفل نه ښکلونجونو نه شرنګا د پايزيبونو نه ساغر وو نه ميناوه نه هاښکلې سمبارا وه بس دخاوروخړکورونه ددې خلګو وو يادونه هر يوکس وو خاورې سوئ ټول داستان ووماضي سوئ

لاړکانه 0092-300-3409950 Ralegonki: Mr. Rafiullah Mandokhail -
بېرته شاته