(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ددې غزلې شاعره معلومه نه ده،خوله غزلي داسي برېښي،چي په وطن کي ناکراري ده،دپېغلوګودر وران سوئ دئ اوددغې آغلې زړه ډېرله ارمانه اودرده ډک دئ . رفيع الله مندوخېل

وايه سلام زما په لولپه ګودر جانانه ! بيا مي د پېغلو په ټولۍ دما‌ذيګرجانانه خپلو پرديو ته کيسې زمونږ د ميني کوه زما خواخوږو ته د څړيکو د پرهر جانانه که دريادېږم ورته کښېنه راسه وئې ګوره زما په وينو سرې لمنې دسپين غرجانانه دڅوبدرنګودلته نه وه په مونږمينه پېرزو چي راپسې سولو د چا قاتل نظر جانانه اوس مي تصويرپه تصور ځان سره جوړوه د ښاپېريو په څېر ښکلې انځورګر جانانه راته دعا کوه پر ځاي د لپو لپو اوښکو زه درنه ولاړم د ټول عمر په سفر جانانه

دږوب دسيمې شاعران
له ‌‌ښي لاسه رحيم شاه فولاد، رفيع الله مندوخېل،طاهرخوږمن هوتک،بشرمل ناصر،لاجان ترابي،وهاب کارېزئ، ډاکټراورنګزېب احساس اوامدادموسى خېل Rahim shah Folad, Rafiullah Mandokhail,Tahir Khogman, Hotak, Basharmal Naser, Lajan Torabi, Wahab Karezi, Dr. Aurangzeb Ehsas, Emdad Musakhail [email protected] -
بېرته شاته