(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايا سګرت رښتيا وايی؟

سګرت يم فريبکار يم هوښياران هم غولوی شم ښکلوم دپيغلو شونډی هلکان هم غولوی شم يو لمبه شم بيا لوګی شم له حلقوم ځيګر ته لاړشم بيا په شش کی ښی ميلی کړم ډاکټران هم غولوی شم ګوری شش يی ټول تکتور دی چی زما هغه کی کور دی سل مرض پکښی ميله دی چلميان هم غولوی شم او س پر ما چی مبتلا دی په غضب د پاک الله دی په دردو باندی اخته دی مريضان هم غولوی شم تفدانی سګرتدانی مو دادهر مجلس ميزبان شی پياده ګان خولا واړه دی چی شاهان هم غولوی شم ټيمه کيان په ما کړی فخر چی زه څومره محترم يم دود می پورته کړی اسمان ته مودکيان هم غولوی شم اقتصاد اوصحت دواړه په حکمت خپل فيسله کړم يو حوس بعضو ته ښکارم غريبان هم غولوی شم له خپل موره به غلا وکړی خودا مابه پری وا خلی ګوری څومره قدر دان يم جا هلان هم غولوی شم خدايه څومره ساده ګان دی په پيسو باندی اور بل کړی بيايی وسيزی تر پايه عالمان هم غولوی شم ګوری څومره غريبان شته خو هيڅوک به هيس ورنکا خو په ما به خرابات کړی ذاهدان هم غولوی شم رقاصه يمه نڅيږم رنګ می شته ګټه می نشته يو د څو لحزو ميلمه يم عياشان هم غولوی شم اوس به سوال کړمه له تاسوچی زه دروغ او که رښتيا وايم ای حفيظ ملياره واوره شاعران هم غولوی شم دغاړی هار يمه ګلو نه يم جوړه انار ګل د قندهار يمه ستا د غاړی هار يمه ګل يمه خوشبويه نارنج ګل د ننګرهار يمه ستا دغاړی هار يمه زما د اننګو په باغ کی څه ښايسته ګلونه دی وړی می ډير زړونه دی صرف يوی خندا ته می ځوانان په ارماونو دی وړی می ډير زړونه دی غيږه می ده خلاسه ستا د مينی خريدار يمه ستا د غاړی هار يمه زلفی می په ليچو باندی هر خوا غوړ ولی دی ډير می زورولی دی زلفی ښاماران دی عاشقان می پری چيچلی دی ډير می زورولی دی ای بيوفا مکړه جفا تاته اتظار يمه ستا د غاړی هار يمه سترګو ته می ګوری نيشه يي دی څه خمار لری غم حفيظ مليار جوړی پيمانی دی ميکدو کی خريدار لری غم حفيظ مليار لری د بنکو کنډولی دی د ساقی د لاس سينکار يمه ستا دغاړی هار يمه

27٠12٠2009 ويانا -
بېرته شاته