(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګران وطن د ورانيدو پوښتنه چا نه وکړم

د ګران وطن د ورانيدو پوښتنه چا نه وکړم د سم او غر د سوځيدو پوښتنه چا نه وکړم زه يو اسلام او يو ملت وم بل او بل خو نه وم د بل په نوم د توريدو پوښتنه چا نه وکړم زه ستمګر ته ستمګر اهل ستم ډير شوی اوس د مظلوم د ځوريدو پوښتنه چا نه وکړم کونډی خرڅيږی زه خرڅيږم هر يتيم خرڅ شوی لا ، د وطن د خرڅيدو پوښتنه چا نه وکړم زه ( ملنګ جان ) په زړه غلبيل کړم د ملت غمونو غم د ملت د رسيدو پوښتنه چا نه وکړ

-
بېرته شاته