(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره

په وطن ننګ دی پښتونه نن جنګیږی له جهان سره که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره نیکو دی جنګ کی د دښمن مقابله کړی ده ماتی ورکړی که انګریز هم پری حمله کړی ده په وطن دی یرغل شوی چرت دی ووهه له ځان سره که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره *** لاس ئی سره یو دی په توپونو ډیر درانه راغلی ددی غرونو له زمریانو بی خبره ډیر پاخه راغلی چی ټانکونه شی تری پاتی دوی به ځغلیږی په فغان سره که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره *** پلان د امریکا چی راټول کړی نیم جهان دی ځنی د روسانو غلامان ، مثال ئی لهستان دی خپلو ګټو پسی ګرځی، چی جنګیږی له افغان سره که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره *** د مکناټن په وینو سره چی توره د اکبر شوه برایډن نه طرف ورک ؤ،اخیر ئی تیښته په خیبر شوه وائی باوری ستا میړانه به یادیږی هر زمان سره که یو موټی یو وجود شوئ کامیابیږئ په ایمان سره ************

پردی ملک راته دوزخ دی، له زړه نه می دود خیژی سری لمبی می په ځیګر کی شپون یا پادوان وی په خپل قوم کی رمی او غواګانی می پیولی په لمنو د سیپین غر کی جرمنی می په جرمن کی ځان ته نوکر کړی احتیاج دسوسیال نه یم کاشکی زه د قوم نوکر وی چی وطن وی حاضرینو باور وکړئ دغه ژوند کی خوشحال نه یم چی سوکړک،یخی تروی او شفتله ورسره وی باوری به وی نیکمرغه چی د میملی د باغ نرګس ئی بویولی کله کله ماځیګر کی

-
بېرته شاته