(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې بې ننګ اوبی پښتو وی

چې بې نـــنــګ او بــې پـــښــتــو وی پښتون نه دی چـې د قــوم پــه شــرمـیــدو وی پــښــتــون نـــه دی پــښـتــون هــغـه دی چـې غـم د تـمـام قــوم خــوری چــې د ځــان پـه جــګـېـدو وی پــــښــتـون نـــه دی د پــښـتــون نــظــر مــدام پـــه نــــنــګ و نـــام وی چــې نـظــر ئــې پــه پـــیــسو وی پـــښــتـون نه دی پــښـتــون هــر کــلــه طــالــب د خــپـل شــرف دی چـې طالـب د سـپـیـنو سـرو وی پــــښــتـون نــه دی پــښــتــون تــل پـخـــپــلــه ژبــه ټـــیـنــګ ولاړ وی چې پــه دروغ ئـې ګــفــتــکــو وی پــښــتـون نه دی پــــښـــتــون نـــه شــی بــاداری د چــــا مــــنــلــــی چې اخــتــیــار ئــې د پــردو وی پـــښـتــون نــه دی ‍ په نــصـیــب د ملـنـګ جــان دغــه مــسـرې شــوې چې خــپــه پــه دې مــســرو وی پــښــتــون نــه دی

-
بېرته شاته