(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سندره

اوس به شي ويرانه که د زړه دنيا ودانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده په شونډو ئي سرخئ ده په پوزه ئي نتکئ ده راغلي ئي ډولئ ده ښکلي نازولي په ښائست کښي نن بي شانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده نن ښکلي ډول غږيږي په ضد پيغلي ګډيږي خلک خاندي خوشاليږي ما بي پامه خوله بل خوا نيولي د خفګانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده اوس وخت د رخصتئ شو رقيب ته د ښادئ شو زما جهان پردئ شو په ما چي څه تيريږي دا په خوله باندي آسانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده شيرينه شوه روانه بي خوفه بي خفګانه ګذاره مي شوله ګرانه ګلونه د بل چا شو ما موندلې د خزانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده يو ځائي کښي تماشا شوه بل ځائي کښي هنګامه شوه برباده مې خانه شوه همدرد څه وکړي خدايه اوس وه خپله اوس بيګانه ده دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

Muhammad Iqbal Khattak - Hamdard - Sr. Software Engineer Sofnix Limited Islamabad, Pakistan www.humdard101.webs.com -
بېرته شاته