(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوړې مه راولئ كلي ته

رنګ په رنګه رنګ د ښكلا په ښكلولو شو كله چې د رنګ خاوند د رنګ په پنځولو شو مينې د ښكلا پر لمن ښكلي ګلان وكرل هاغه انځورګر چې د انځور په انځورلو شو خوږ د هر بدن ګڼه د مينې د سيالۍ كيسه داسې هم هركله د هر تن په ځورولو شو سترګې خداى راكړي چې پرانسي هرڅه وګورو خوار ملا دې خوار شي چې په سترګو پټولو شو خيال او ګمان دواړه د احساس په لياره يون لري مينې نه ځارېږه چې د سر په ځارولو شو څوك چې نه حيا لري، نه ښه كاندي، نه مينه كا هر كله هر څوك د داسې كس په سپكولو شو ډېر ښاغلي راغلل غوټي واچولې لاړلل ښه راغلاست! هغه ته چې په غوټو پرانېستلو شو هرڅه د رڼا په لور وزرې د پرواز غواړي يو د غم ګونګټ دى چې تيارو ته په ورتللو شو ما د نېكمرغۍ په هيله ځان ستړى كاوه مګر زړه مې په وړيا كې د يو ښه ژوند په غوښتلو شو راغى د هر غم دپاسه غم خو د سيالۍ په دود كله چې د ژوند مهال د غم په ځنګولو شو نه تر سترګو كېږي پاى د غم لا ترمرګي پورې هر كله هر ګام د ژوند د غم په اوږدولو شو مه وايه رښتيا چې د طالب ملا په نوم باندې هر پښتون سپېڅلى و زندان ته په بېولو شو اوښكه د خوښۍ ده چې له سترګو مې هېڅ نه څاڅي نور د غم هرڅه دي چې پرمخ په ورولو شومه دوړې د جنون د سارا مه راوړئ نور كلي ته عقل چې په مينه د مجنون په پوهولو شو ډېر درزيان لګيا دي په درزونو اچولو كې ښه درځي هغه چې د درزونو په ګنډلو شو كله چې شيطان زوى د شيطان پر كلي ورغى هر يو د ادم بچى له كوره په وتلو شو چا چې د انصاف او عدالت چيغې وهلې وې هاغه خو په خپله د انصاف په نه منلو شو چا چې په كابل كې د اسلام د خلافت ويل هاغه خو په خپله د كابل په ړنګولو شو يو د ښكليو مينه ده، بل غم د هېواد ځكه نو هر چېرته "څاپى" په دې ګناهو د نيولو شو.
-
بېرته شاته