(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلو شاعرانو، اديبانو فنكارانو ته

زما د ګل وطن د فكر و فن خوږو ملګرو د رنګ او د شعور د رڼاګانو سرو بڅرو اى څه شوئ، څه شوئ، څه شوئ، چرته لاړئ كه اوده شوئ غټانو رانه وخوړئ كه بې اجله مړه شوئ د غر په دغه لوړ سر چې دا سپين ستوري ځلېږي دا مستې پلوشې يې رڼې اوښكې دي ژړېږي د لوى وطن ښاېست مو دلته لوټ هلته تالا شو زما او ستا پښتو او غېرت لاړ د چا او چا شو دا ولې مو ژوندون راته تنور لكه سور اور دى دا ولې مو د پلار نيكه خپل كور راته نن ګور دى دا ولې مونږه هرڅه، هرڅۀ يو، ولې هېڅ نه يو لږ وغړوئ سترګې په دنيا كې مونږه څه يو دا ولې دا څه وشو څه روان دي دا څه كېږي ترڅو به دا اسمان را اپوټه په موږ څرخېږي بس وشوه، وشوه، وشوه، راشئ وګورئ جهان ته خپل كور خپلې پښتو ته، خپل سبا ته او خپل ځان ته راځئ د خپلې وينې، مينې، ډكه خاوره ښكل كړو راځئ دا تنور شوى جنت ګل كړو، ګل كړو، ګل كړو قلم ته مو د خپل بابا، د تورې ځلا وركړو وطن ته مو د ننګ او پت د مينې رڼا وركړو ادب د تاترې د سر د ستورو پلوشې كړو هنر د اباسين د ملغلرو شنې چپې كړو شعور مو د غېرت د ډك هډونو ولولې كړو دا فن مو د ژوندون د ګډاګانو زمزمې كړو د خپل ښاېسته وطن په ټپو مسته دا فضا كړو دا خوار سپېره خيرن ماحول، موسكا، موسكا، موسكا كړو د فكر و فن لالونه مو ايرې پټوى نه شي د ننګ و پت زخمونه په چل ول جوړېدى نشي راځئ چې د وطن ارمان شعرونو كې نغمه كړو راځئ چې د غېرت دا پرهرونه سره غنچه كړو زما د ګل وطن د فكر و فن خوږو ملګرو د ننګ او د شعور د رڼاګانو سرو بڅرو دا ستاسو د قلم، شغلې به مينه د وطن شي ولس به هم ژوندون شي هم ښكلا شي او هم فن شي

Da Pakhto Da Adab Plar Ajmal Khatak Baba -
بېرته شاته