(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ګلانو می ويشتلې

بيا می هغه وړکتوب وای بيا می هغه مينتوب وای د يار غيږ وای راته خلاسه بيا د يار په مړوند خوب وای چی مو ګرمی مرکی وای يو له بله مو ګيلی وای د ديدن بهانی وای جوړې ها ، خوږی خوږې قصې وای د ګلانو مينځ کی ناست وای د بلبلو ترانی وای له غماز ځينی ډار مه وای عجيبه شان ليونتوب وای بيا می هغه وړکتوب وای ما ويلی تا منلی سترګو لاندی د کتلی په ګلانو می ويشتلې په اوبو می لمدولی تا له ناز نازه ژړلی ما به لا هم زورولی ستا په مينه کی زه مست وای بيا می هغه زلميتوب وای بيا می هغه وړکتوب وای کور د شګو جوړيدلای دا مو بيرت ورانولای د کميس تڼۍ شکيدلای مورمې بيا راته ګڼډلای ستا بنګړی می ماتولای ستا اوربل می سمولاې بي خبر وای له غمونه يو سرشاره هلکتوب وای بيا می هغه وړکتوب وای چی حفيظ مليار ليدل اوس هغه ګدر شړ شوی پری د پيغلو قطار نشته شين منګی پکښی مات شوی ها غه دنګ چنار ته ګورۍ ها غه له بيخه اوس وچ شوی خدايه بيا که ګدر جوړ کړی يا ليدلی می په خوب وای بيا می هغه وړکتوب وای بيا می هغه مينتوب وای

د اتريش ښار -
بېرته شاته