(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل رباب به ټنګومه

اجمل خټک ته خپل رباب له مې مضراب کړه خپل دستار له مې ګلاب کړه که د مینې په بام خیژې ما د خپلو خپو رکاب کړه د زړهء للمه مې سیراب کړه خوۍ په مثل د دریاب کړه د زړهء وینه زما یوسه پشتونخوا دې تا سیراب کړه بې خبر شه له طوفانه ‌ذده خویونه د ګرداب کړه د راهزن سره په ښکر کړه وا راهبرو تا جناب کړه ویخ په وخت دویخیدو شه او د خواب په وختې خواب کړه سم په سمه ژبه پوۍ کړه کوږ سړی تا کوږ ځواب کړه نه شی ستا او د خان کلی راشه ورک مې اضطراب کړه خټکزونې تا دې راشه نور له خانه اجتناب کړه تا ته چا وېل ساده خیله چې یاری د خان و نواب کړه دوۍ به واۍ چې تراخه ء دي تهء خپل زړه ورته کباب کړه چې په مټ درسره سم وی ځان په هغو کښ حساب کړه د بې ننګ له محل لرې خونه جوړه په پنجاب کړه د پشتو نغمې خوارې کړه ټنګوا ساز دې رباب کړه ددې بکرې پشتونخوا د مخ نا پورته د نقاب کړه اې په ګوشی ځان کاروانه خپور په سیمه انقلاب کړه پې طاهر او خوشال چګ کړه ځان تا جوړ داسې خطاب کړه

Khpal Rabab ba tangawama Ajmal Khatak ta BY:MAHMOOD KHAN TAHIR KHATTAK -
بېرته شاته