(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زه هم په بل په ما په زورخرڅ شوې ویر خرڅوم بحنه غواړم زه هم لږ غوندې ضمیر خرڅوم ها چې ویړیا په ما په نوم د مقدر خرڅوی زه ي په ګرانه بیعه بیرته په تقدیر خرڅوم هغه چې زهر خرڅوی د کلیه چا شړلی ماته به څه واي چې زه خو شات وشیر خرڅوم ما نه خو ټولې ترانې د میو ند هیرې شولې اوس په زړه ژوبلې ملالۍ باندې کجیر خرڅوم تا خو په ما پسې ټانکونه او جازونه راوړل ګویه چې زه دې په هندو باندې کشمیر خرڅوم پاچا قربان ي شم زما ورسره څه ورانه دا صبا ي زه هم په کوډپیری کښ تصویر خرڅوم د انلحق ناره مې زده وا خو نه مې د زده زیاتی به زه هم په مغل باندې دیو ګیر خرڅوم (۱) طاهرا ما او په کوډګر مله کښې څه تفاوت هغه خوبونه خرڅوي او ځه تعبیر خرڅوم ****

۱۴ /۰۴/۲۰۰۸(!) خوشال با با په دستار نامه کښ افغان په باره کښې لیکی (چې اف ګیر وتا واي او غان د یو دیو نوم و (یعنی دیو ګیر -
بېرته شاته