(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جګړه دې دغرب اوعرب

هر د ښمن رسوآ او ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هرجـنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو واورې پښتنو د تیلو په سر جګړې دې دغرب اوعرب نـن د تروریست په نوم کې ګټې دې دغرب اوعرب زمونږ وطن قربان نیږې په ګټو کې دغرب اوعرب مونږ ورسره سوزو په جګړو کې دغرب اوعرب  هرغدار په رسوآیې ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هر جنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو نـن غیرتې او زورور شول ګاونډیان زمونږ په سر اوس دوې جوړه وې اتـوم او تـیارې زمونږ په سر نـن اخلې جزې او پیسې له هر چانه زمونږ په سر دوې نـن خپل وطن ښکلی اباد وې زمونږ په سر هر رقیب رسوآ او ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هرجنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو زمونږ وطن مو میدان د لوبو جوړکړې ده د ښمنانو نـن هر رنګه ظلمونه کوې د تاسو وار ده د ښمنانو ګورې بیا د ټینګې نه یئ دا وطن د پښتنو ده د ښمنانو خوار زلیل به شې زمونږه ساتونکې الله ده د ښمنانو هر یرغل ګر رسوآ اوورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هر جنګ ظلم ورک کړې له وطن دپښتنو په کبر او غرور سره بمبار روې کور او کلې زمونږ پښتنو دا دښمن په بمونو ښاراو سړک الوزوې زمونږ د دوې په د سیسو ورانیـږې مدرسې ښونځې زمونږ دغه غمازان په غم او ژړا بدلوې هره ښادې زمونږ هر ژړا په خپلواکې ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هرجنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو دا شیطانان دسیسې جوړوې ډاره وی مونږه په هرنوم د دوې په پلان بندیان نیږو حلال لیږو مونږه په هرنوم خپل وطن کې یی نـن کډوال کړو وهی مونږه په هرنوم دوې د خپل مقصد له لپاره جلا کوې مونږه په هرنوم هر تیاره په صلح ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هر جنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو زمونږ هر لارښود اوعالیم وژنې د خپل روسوایئ له ډاره دا دوې شیندې تیزاب په مونږه د خپل روسوایې له ډاره دا ظالمان د سیسې جـوړه وې د خپل روسوایې له ډاره نـن مونږه نه پریږدی تعلیم ته د خپل روسوایې له ډاره هرغم په خوشحالې ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هر جنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو پښتنو یوشې ترکومه به ژاړو په خپل او پردې وطن کې ترکومه به غریب او کډوال یو په خپل او پردې وطن کې خدایه هره پرده زمونږ وکړې په خپل او پردې وطن کې زبیح الله نـن ډېر غمجن شو په خپل او پردې وطن کې هر ناپو هې په علم ورک کړې له وطن د پښتنو خدایه هر جنګ ظلم ورک کړې له وطن د پښتنو

-
بېرته شاته