(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيا نه راځمه

د ښاغی اجمل اټک د شعر په اقتفا

ارمانجن ځمه ستا له خوا ګوره بيا نه راځمه فانی دنيا د وی دا ستا ګوره بيا نه راځمه لکه پولۍ د غم بټۍ کې د وريت کړی يمه خوری دا پولۍ ته هر صبا ګوره بيا نه راځمه د زړګې غوټئ به می خلاسې کړم ملا امې ته تا به کړم هر چاته رسوا ګوره بيا نه راځمه دا اح افسوز چی د ماشوم زړګې له خولې مي وځی نور به يي نه اخلم ګناه ګوره بيا نه راځمه زه يم پښتون خکه خپل عهد کی په اور وسوځيدم په پښتو پوه نشوی اشنا ګوره بيا نه راځمه د حسرت اوښکو غوندی زه حفيظ مليار څڅيږم نشته له تا بل بيوفا ګوره بيا نه راځمه

-
بېرته شاته