(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپېغلو سترگو سلامونه

سحر هغسې نه وي، مازيگر هغسې نه وي اوس زړه مې بند په څڼو كې د لمر هغسې نه وي يو خوب و پو پناه شو چې په خوب كې مې ليدلې اوس ډېر خوبونه وينم خو منظر هغسې نه وي چې كله هم باران وشي دغرونو غاړې گورم سپرلى وي او گلونه خو يو غر هغسې نه وي اوس ما ځوروي نه، د پېغلو سترگو سلامونه دا زړه مې خدايزده مات شو كه نظر هغسې نه وي نن سترگې غړولى شو تيارو كې ستوري وينو تر عمره به زموږه مقدر هغسې نه وي يو درد مې و په زړه كې چې غزل زما غزل و اوس هم شعرونه ليكم خو اكثر هغسې نه وي.

-
بېرته شاته