(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داڅه حال دی؟

دغــه خــوب دلـــیدو نه دی نه خوبونــــه دلــــیــــدو دي داحــــالت دلــــیـــدو نه دی نه وخــــتونه دلــــیــدو دي څه تیارې دي خــپری شوي سمــــه اوغر یې دی نــیولی دې وحشي وحشي شیبوکې دا فــــرصت دلیــــدو نه دی نه وخــــتونه دلیــدو نه دي ددې شـــنه اسمان تر څنګه دا زخـــمي زخمي وختونه مرګ او ژوبــله ، بیوسي ده دا دهشــــت دلیــــدو نه دی نه وخــــتــونــه د لــــیدو دي پرهارونه مـــرګ او ژوبله دبــــیرحــــمو قـــا تــــلا نو د ظــــالــمــــو جــــابــــرانـــو دا وحـــشت د لیدو نه دی نه وخــــتونــــه د لیــدو دي حالتــــونــــه تـــوفـــاني دي اوس وختونه تــــوفاني دي ای د وخــت سالار تــربوره ستا خصلت دلیــدو نـه دی نـه وخــــتونــه دلــــیدو دي نن دخــــدای د بنــــده ګــانو ډیر بې حــــده سپـکه کیږي څوک پرزیږي څوک زړیږي دا قــــیامت دلــــیدو نه دی نــــه وخــــتونــــه دلیدو دي ای ددې زمــــان انــــسانــــه ســــره یو شه یــــو همت شه یوه چــــیغه د غــــیرت شـــه نــــور غفلت دلیـــدو نه دی نــــه وخــــتونــه دلیدو دي تــــر دې غــــلو او ګـــیدړانو داوحــــشي ، ســــړي خورانو ترینه خلاص مظلوم انسان کړه دا ذلــــت دلــــیــــدو نــــه دی نــــه وخــــتونــــه د لیــــدو دي د جانان غم د شــــوګیرو بــــه درتـــه څــــه ووایم د ژړیــــدو بــــه درتــــه څــــه ووایــم چې دې په مینه کې لوګی لوګی شوم د نا کــــردو بـه درتــــه څــــه ووایــــم د جــــانــان غــمه لیونــــی دی کـــړمه د رغــــیدو بــــه درتــــه څــه ووایـم چـــې پـــه وعده بانــدې وفا ونکړي د تش وعــــدو بـــه درتـــه څه ووایم ګیلې مې ډیـــرې په زړګي تیریږي ددی ګیــــلو به درتــــه څـــه ووایم زړه مې د مینې پــه دریاب لاهو شو د ډوبــــیدو بـــه درتــــه څــــه ووایم د افغاني زړګــــي کـــې مینـــه د یــــار د هــــیریــــدو بـــه درتـــه څه ووایـــم ---------------------- مهاجرت

Da tzcha hall dai De Janan Gham By:Sameuddin Afghani -
بېرته شاته