(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا مينه

زما لـه سرو وينونه ډكې سترګې كړي ستا لـه غمه غړغړې پښتونه سبا بيګاه زما لـه سترګو څخه اوښكې راځي سړې سړې پښتونه يوه ګړۍ مې لـه نظر نه ووځي دا ستا جامې زړې زړې پښتونه ارمان مې تل خدايږو دى دا په زړه كې چې سم په سم شو د سيالانو سره ستا په سوداكې ليونو غوندې تور لوغړن سر په بيديا ګرزمه ستا د رفعت او اعتلاء په غم كې دكور و كلي نه جدا ګرزمه لكه مجنون مست يم قام په مينه په خيټه وږی بينوا ګرزمه بله ژړا بله غوغا نه لرم زما سودا ده عزيزانو سره د ټول پښتون واړه زاړه ځينې مجاهده د شرافت غواړمه د پښتونخوا لـه ننګيالو زلمونه په صداقت سره الفت غوړمه زلميانو ستاسو د وحدت لپاره داحمدشاه شان و شوكت غواړمه يوه ګړۍ ژوندون خپلواكي ښه ده نه هزار كاله غلامانو سره پاڅه دې عصر ته نظر واچوه څو به دجهل په پردوكې اوسې هله زړه جونګړه ولړزوه څو به بندي تورو پنجرو كې اوسې تر څو به ناست يې لاس تر زنې اشنا څو به دنورو په پنجو كې اوسې هميشه دانارې سورې دي زما يو اتفاق وكړئ زلميانو سره دا زوړ ژوندون به دې ترڅو وي نصيب هله زر ويښ شه د غفلت لـه خوبه هله زر پاڅه اى ويده زلميه دكسالت اوعداوت لـه خوبه كله به شې بيدار غافل پښتونه د ځانځانۍ او نغافت لـه خوبه ارمان دى دا ارزو دغه ده زما چې برابر شو كاروانيانو سره ليلا ولاړه ده سور لاس په تندي هره خوا ګوري د مجنون لـه غمه وړې سلګۍ يې كراري نلري د فراقت او د بيلتون لـه غمه دخيال مرغه مې دا نارې وهي تل وزر يې وچ شو د پښتون لـه غمه خدايږو ((سېلاب)) د پښتونخوا په مينه حسابوي ځان عاشقانو سره

De Pakhtunkhwa Meena By: Late Amanullah Sailab Sapi -
بېرته شاته