(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ځم چی پری بی غمه لار را وښایه کورته دی صنمه لار را وښایه ډیردی په کږو وږو را تا وکړمه نن خو راته سمه لار را وښایه پښی مې شوی تڼا کې اشنا بس دی نور نشته راکې دمه لار را وښایه اوس خو خیرتر دی ځا یه راغلی یم بیا به نه راځمه لار را وښایه ګیرشولی خپلواکه اوس په کومه ځی سوال درته کومه لار را وښایه

Ghazal By:Haroon Khpalwak -
بېرته شاته