(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

! پسرلیه

مــه راځــه سـپرلـیـه نــــن زمــا هــیـواد تـــه مــه راځــه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه مـه راځـه سـپرلـیـه چـې ذهـنـونـه پـه تـورتـم کې دي اوښکو سیلاب جوړ کړ ګریوانونه ټول په نم کې دي ذهــن خـوسـا شـوي ، دې اشـنـا هـیـواد تـه مه راځه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه مــه راځــه سپرلـیـه د رڼـــا ډيـوي هـم مړي ښکاري هره خـوا تیاره ده ، ټول وطن مو هدیري ښکاري دلـتـه بـده ورځ ده ، دې لـیـلا هــیـواد تــه مـه راځــه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه مـــه راځـــه سپرلــیه چــې پـــه ویــنــو لـمـبـدلــي يــو مونږ د بیلـتانــه څـپــو پـه غـېـږه کــې نـیـولـي یــو مونږ چې آزاد نکړې نو بیا بیا هیواد ته مه راځه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه واوره ای سپرلـیه ! وچ خـزان درپسې ګــرځـې تــل تـه لا څـه خـبـر ئــې قــاتــلان درپسې ګــرځــې تــل جوړ چـې کـړې رنګـونـه پـه ګـډا هـیـواد ته مه راځه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه رابــه شــي سـپرلــیـه دا وعـــده راســـره وکـــړه تـــه شــاړې بــه هـــم ګل کــړي یــوه شـپه راسره وکړه ته امـن چې رانــه وړي په خندا هیواد تـه مــه راځــه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه رابـــه شــي سپــرلـیــه ښـــایستـو نـــه بــه نــاري وهــي بــاغ د وجـود ګـل بـه شـي فکـرونـه بــه نــاري وهي وائې نسیم ستوری اوس په غلا هیواد تـه مـه راځه ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه

Pasarlaya By: Nasim Stori -
بېرته شاته