(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما لویه ګناه داده چی پښتون یم

چـــی لوټلی زه د هر جبر قارون یــــم زمــا لویه ګناه داده چی پښتون یم بــــــــدنام کړی چی دهر درو قانون یــــم زما لویه ګناه داده چی پښتون یـــــــــم بل خرڅ کړی یمه خپلو رهـــبرانــــــو د وختونو په بی رحمه دلالانـــــــــــو په مخ مخ یمه وهلی غـاصـبـانــــــــو چی حالاتو په دار کړی نن پرون یم زما لویه ګناه داده چی پښتون یم په خپل کور کی یم بی کوره پاتی شوی زور لرم خو یم بی زوره پـاتــی شــــــــوی په شته مور کی یم بی موره پاتی شوی داچی هر وخت کی د خپل ځان په لټون یم زمـــــــــا لــــویه ګــــناه داده چی پښتون یم چی راټول شم د سلګو بدل په اخلم ددی واړه مــــــــحرومو بدل به اخلم د هر ظلم او ســخــتــو بــدل به اخلم لا مړ نه یم زه په تمه د بـــدلـــــون یم زما لویه ګناه داده چی پښتــون یم

Zama Loya Gona Dada che Pakhtoon Yeem By: Layq Zada Layaq -
بېرته شاته