(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملی ميله

نوی ورځ ملی اختر دی ګرانه بيا را پری ايښی د بختی موسس يما په دې ورځ کي به ؤ ناست بی حد خوشحاله هم بی خوله خوږه کوله په سوما توسعه به وه کرهڼه او روزنه تيش ور څخه د سرو زرو ؤ زيبا ټول ځلميان به پر راټول په جوش خروش وه ملي سرود به يې کړه خلق په وينا اريانا ځوانان هر چيری بريالي وه جارېدل په ياد د قصر دوارا يما غوښت چي مملکت يې شين سمسور سي هم قوي حيوانات وروزی آريا پري تونا هم پر دغه لاری روان ؤ د زړه وينی تری خوړی زدا هاکا لويه هيله د دې بل زمري هم دا وه چي خوشحاله کي د ستر نيکه اروا لوی واړه دی ټول خوشحال او سره خاندی هم يې کاندی استقبال په هاها دا ملي اختر لمړی ورځ مو د کال ده په ښکاره تاريخ زموږ دئ رهنما بې خبر خلق به پوه په ماهيت سي چي (خواخوږی) ورته حل کړی دا معما

ارواښاد استاد خواخوږی ********************************************************
د نوي لمريز کال د رارسيدو په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام کابل-افغانستان
د نوي لمريز (١٣٨٩) کال د رارسيدو په وياړ خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو د زړه له کومي مبارکي او نيکي هيلي و خپلو ګرانو وطنوالو، د سيمي او په نړي کې (١٣٨٩) لمريز کال و لمانځونکو ته وړاندي کوم او د لوي خداي (ج) د دربار څخه دغه نوي کال و ټولو ته خوشحاله، سمسور او د سولي او خير کال غواړم. ګرانو هېوادوالو! د ژمي د موسم په تيريدو سره د پسرلي ښکلي موسم د زرغونتيا په زيري پيل کيږي چي زموږ په هېواد کې د پنځه زره کالو را په دي خوا د وياړلي آريانا د لوي مشر يما پاچا د واکمني د مهال څخه لا تر اوسه د يو لرغوني عنعني په ډول لمانځل کيږي چي د بختي د وياړلو څخه د کښت او سمسورتيا، چمتو والي او د بزګرانو د لمانځني دود لا تري موږ ته را پاته دي. خو د سږ کال د نوي کال لمانځنه د يوي خوا څخه د نورو کلونو په پرتله د برمه ډک ځکه دي چي د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د لمريز کال لمړي ورځ د نړيوال جشن په توګه ومنل سوه چي په شاندارو مراسمو سره په ټوله نړي کې لمانځل کيږي. درنو هېوادوالو! زموږ ګران هېواد افغانستان د دريو لسيزو جګړو او ناخوالو سره سره بيا هم د نسبي امنيت په شتون د بيا رغونوني، د پوهني د پياوړتيا، ولسواکي او بيان د خپلواکي په بهير چاري تر سره سوي او د پرمختيا په حال کې دي. خو د بلي خوا تير کال زموږ هېواد د جګړي او تروريستي فعاليتونو ستر ډګر وو چي په ټول هېواد کې هره ورځ په سلګونو افغانان )ښځي، نارينه، مشران او کوچنيان) شهيدان، ټپيان او معلول سوي دي او هم د بهرنيو پوځيانو د بمبارد او خپل سر عملياتو په ترځ کې زموږ بي ګناه ملکي خلګ وژل کيږي، کورونه ېي خرابيږي او کورني ېي د خپلو سيمو څخه په کوچيدو مجبور سوي دي، چي نور نو د افغان ملت د زغم وړ ندي. نو د پورتني ستونزو او جګړي د ختميدو لپاره ملي پخلايني، خبرو او جرګو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي، تر څو چي د دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ ګډ نظر او همږغي تر منځه سي او د جنګ او جګړي کمبله زموږ د هېواد څخه ټوله او زموږ غم ځپلي وطنوال د سولي او پخلايني په فضأ کې سره په يوه خوله او لاس د ويجاړ افغانستان د بيا رغوني او سمسورتيا لپاره هلي ځلي وکړي. د ملي سولي او روغي جوړي د ټنګښت او پياوړتيا په هيله په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر -
بېرته شاته