(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلیه لږ څه راوړه پښتنوته ؟

پسرلیه بخـتور زېـرې راوړه پښتنوته پسرلیه دخوښې زېرې راوړه پښتنوته تحفې رنګ په نګ راوړۍ هرچاته تحـفې د هر یوالې راړوه پښتنو ته ښکولآ او خندا راوړۍ ګلیـستان ته ښکولآ د خـپلواکې راوړه پښتنو ته رڼا د خـوشحالی راوړۍ هـرچا ته رڼا د هـر کامـیابې راوړه پښتنو ته غږ او مستــې راوړۍ بلبلانو ته غږ د صـــلحې راوړه پښتنو ته پـټې د هر زخم او درد راوړۍ تۀ پټې د دغې جګړې راوړه پښتنو ته باران د هر برکت راوړۍ هر چاته باران د هر راحتې راوړه پښتـنو ته غو ټې او پاڼې راوړۍ هـر بوټې ته غوټې دعلم او پوهې راوړه پښتنوته درمان دژوند به راوړۍ ذ بیح الله ته درمان دهر بیچارګې راوړه پښتنوته خداېه پسرلی دۍ رڼا راوړۍ تیارو ته خداېه رڼا د هر اسانې راوړه پښتنو ته

-
بېرته شاته