(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلۍ

د خوب تعبير به درکوم دلته صباراځمه سپرلۍ دمينې يمه دې وطن ته بياراځمه اوښکې شبنم به د سهر په چمن وخوره وم د لمرپه څرک ئې وچومه په خنداراځمه بورا به بياپه ګلو ګرځي ترانې به وائي غا ټول غوټئ کې خند ومه په ناڅا راځمه يتيمه ستا په سينه تاندې ملغلرې سپينې نور دې ګرېوان تڼۍ تړمه په رښتيا راځمه چادي کرلي راته لارو کې اغزي په لاسو د غوجرګل به شم په غرونو په سحرا راځمه پروت وچې شوڼډې سباون د ارغوان په غېږ کې با دې نسيم به پرې لګېږم له هوا راځمه ځولۍ کړه ړنګه ،اصلزيه،اوميد ونه راوړم د ظالېمانو قاتېلا نو نه په غلا راځمه

Pasarlay By: Sabir Asilzai -
بېرته شاته