(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کبير ستوري ته

چې پــښــتانه ســـره يو مـوټي شي لر،بر ځــلــېږه کابل ته مـينه ور کـــــوه بـيـا پـــر خــيـــبر ځــلــېږه دپـښــتنو دعــظــمـت نــښــه ده په يـاد يې ســاته لکه په واورو ،چې پوښلی وي سپين غـرځلېږه مجروح، خادم، الفت ،رښتين له ياده مه وباسه پـاس پر رشــاد،کـــوز پــــرغــني داشـنغر ځلېږه پرحــبـيبـي مـــې سلام وايه، بـېنوا هـیر نه کړې حـــمـزه ته اســـتـوم درودونه پــرې دبــر ځـلــېـږه هــرې بـانډې هـرې څـپرې ته خپل سر ښکاره کړه دلــــوړو غـــرو پــرڅــوکــو ځـه پـر هـر کمر ځلېږه قـــام به دې هلــه شي سـيـنګاردثــقافت پرپېژند دفــــن په غــېــږ کـــې پـه ادب پـه هـــــنـر ځـلـېــږه ســتـوريه! ځلېږه په ځلا کې دې ژوندون وينمه دپښـــتـني ادب پر هـسـک لکـــه دلـــمـر ځلـېږه

مشهور ژورنالست ، ليکوال او شاعر او په سانکت پیټرس بورګ کې د(بهير) ادبي او کلتوري خپرونې مسئول چلوونکي ښاغلي سيداله تڼی دخبرو په حال کې تڼی دخبرو په حال کې
Saidullah Taney
-
بېرته شاته