(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون قام

د خيبر پښتونخوا د نوي نوم په وياړ د ارواښاد رشتين بابا دا شعر درنو لوستونكو ته وړاندې كيږي . دا شعر په 1322 ش كال له نن نه 67 كاله د مخه ويل شوى او په رسنيو كښې نشر شوى دى . په درنښت الحاج فضل الله رشتين

د پښتون قام پاكه هغه خاوره ده اوسي چې پښتون پكښې خوند له حده زيات لري مرګ وي كه ژوندون پكښې واړه پښتون يو ګڼو وي چې په هر ځاى كښې دوي ګوتې د يو لاس دي ټول ، نشته دى بيلتون پكښې نه بيليږي ډانګ سره اوبه چيرې متل دى دا حال هم د پښتون دى دا ، نه راځي بيلتون پكښې ټول په يو آواز سره غږ د پښتو پورته كړئ راشئ دې خدمت لره وكړئ ټول ګډون پكښې لاس د ورورولئ كه مونږ وركړو يو له بل سره څه چې ماتې کوډې دي را به شي سمون پكښې خاوره د ميړو ده را پيدا پكښې زمريان دي ډير تير پكښې سيد، خوشحال ، سينا او افلاطون پكښې نه دې وي زاغان پكښې ځاى دى د بلبلو دا ښكلي بلبلان هميش ناست دې وي مأمون پكښې تش په دې نه كيږي كار ، ځان كه مونږ و ستايو تل كار هسې پكار دى چې رانه شي سكون پكښې ګران دى د ليلى وصال هسې رنګ آسان نه دى هيڅ به يې بيا نه مومې څو نه شى مجنون پكښې كار په صداقت سره پكار دى هر پښتون لره لوړ به وي هغه قوم ، وي چې دا قانون پكښې څوك چې كړي خدمت د قام څه پروا رشتينه شته بل څوك له هغه ځنې نه شي كه ممنون پكښې

سرطان 1322 ش -
بېرته شاته