(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دچاستـــــرګې مي په زړه کي لاره ګوري سندريزې چينې غــــــــــره کي لاره ګوري ستاښـــائيست مي له وجودنه بهرنه ځي داکه مـــــوج دى ،په راده کي لاره ګوري ټيټې ستــــــــــــــرګې په رو،روقدم اخلي لکه نـــــــــــــاوې چي واده کي لاره ګوري کله کله لاندي تــــــــــــــــــــلوته لاره نه وي هوښياران به په خاتــــــــه کي لاره ګوري ستاپرذهن خــــــــــــــپرېدوته مي پرستې تخيل مي په وېښتـــــــــــه کي لاره ګوري ترشنوونولاندې،شنـــه چينــه کي لامبي ګوره وړانګوته ځنګـــــله کي لاره ګوري لاروي دلويــــــــې لاري ورتـــــه تــــــــم شو توري سترګې ئې په وره کي لاره ګــوري

را لېږونکئ : رفيع الله مندوخېل ، ږوب سوهېلي پښتونخوا Cell # 0092-300-3937628 [email protected] -
بېرته شاته