(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نیمګړي ارمانونه

د سپین غر لوو ته سږ کالې را نه شې چې ور بشې را پشه ئ شوې ځوانان مړه شول ددې کونډې زوی چې سږ کال د واده و ارمانونه یې د خور پاتې په زړه شول ددې شنو فصلونو رنګه سر به وخورې دې چنار چې د لمبو جامې اغوستې له هغې ورځې دا بلاربې هوسۍ ولې دې ښکاري چې د پردیو جامې اغوستې کوم بدرنګ په دې چینه کې لاس مینځلی واورې واورې ددې رود مستي ګونګۍ ده پام کیسه د پسرلي را یاده نکړې ددې مور په خوله خبره او سلګۍ ده ای په ملا ماتي ګوري ددې دنګو غرو نښترو ولې نه ژاړی اوبختو څوک مې نشته د خبرو دا وریندار چې شوه بې څوکه ټوپک ماته شه د لوګرو ولې ولې داسې وشول ددې خدای په لویه ځمکه زموږ کلي سره نه شي چې ګلاب ګلاب ځوانان مې د پردیو په لسمه مړه شي بیا به تاته پاتې ځه شي بیا ماته پاتي څه شي

-
بېرته شاته